امریکایي چارواکي وایي طالبان او پاکستان باید خپل مخالفتونه حل کړي او متحده ایالتونه په وروستیو پېښو اندېښمن دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتیل په یوه خبري کنفرانس کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دوشنبې په ورځ په افغان خاوره د بمباریو په اړه وویل:
موږ راپورونه لیدلي چې پاکستان په افغانستان کې هوایي بریدونه کړي د هغو حملو په ځواب کې چې په خیبرپښتونخوا کې د شنبې په ورځ د پوځیانو په پوسته وشول. موږ په پاکستان کې د برید او د مرګژوبلو په اړه اندېښمن یو. همداراز په افغانستان کې د حملو پر مهال د ملکیانو په وژنې خواشیني یو. طالبان هڅوو چې ډاډمنه کړي له افغان خاورې بریدونه نه کېږي او هم له پاکستان غواړو چې له حوصلې کار واخلي او یقیني کړي چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې یې ملکیان نه ژوبلیږي.
ودانت پتیل له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد هڅو کې د امریکا د مرستو په باب وویل چې امریکایي چارواکي له پاکستاني مشرانو سره په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد بحثونه مخته وړي او د افغانستان په اړه هم په جزییاتو ورسره خبرې کوي.
هغه یو وار بیا ټينګار وکړ چې امریکا دا ډاډمنوي څو افغان خاوره بیا د ترهګرو له خوا د امریکا او د هغې د ملګرو او متحدینو پر ضد ونه کارول شي.
امریکايي لوړپوړو پوځي چارواکو له هغې ډلې د پوځ د مرکزي قومندانۍ سینتکام مشر جنرال مایکل ایریک کوریلا تېره اوونۍ اندېښنه ښوولې وه چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د ځپلو نیت نه لري او دا کار د دې لامل شوی چې دا وسله والې ډلې د سیمې د هېوادونو ناکرارولو ته دوام ورکړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/30669